کابل / باختر/ د وږي ٥مه
د لوګر د پوهنې يوشمېر کارکوونکو په يو زده کړييز ورکشاپ کې د دغه ولايت په مرکز پل علم کې په ښوونځيوکې د احصاييې د راټولولو په برخه کې ګډون وکړ.
د لوګر د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب دباختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د څارنې او د لوګر د مرکز او ولسواليو ١٣٤ غړو او د ښوونځيو آمرانو او سرښوونکو په دوو ورځوکې په ښوونځيوکې د احصاييې د راټولولو په برخه کې زده کړې وکړې.
د لوګر د پوهنې يوشمېر ښوونکو او کارکوونکو د خپل ظرفيت د لوړولو په موخه د دې برخې د اوږد مهالو زده کړييزو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
پاى ذ