سیاست

حامدکرزى: موږ له تروريزم سره له مبارزې سره مخالفت نه لرو، خو له تروريزم سره مبارزه بايد دملکي وګړو د ژوند په بيه تمامه نه شي

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١١
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د چين د سي سي ټلويزيون د خبريال د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي دي: موږ له تروريزم سره د جګړې مخالفت نه يو، موږ د تروريزم پرخلاف له مبارزې مخالفت نه لرو. خو د تروريزم پرخلاف مبارزه بايد دملکي وکړو د ژوند په بيه تمامه نه شي.
دهيواد جمهور رييس جمهور دغه راز څرګنده کړې ده: موږ په دې باور يو چې له تروريزم سره مبارزه بايد د افغانستان د خلکو د ساتنې او د امنيت سبب شي، نه دملکي وګړو د سر د زيان سبب.
دباختر آژانس دخبرله مخې: د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي تل دملکي وګړو د سر د زيان د مخنيوي په خاطر له امريکا او ناټو سره په ناندريوکې و، ځکه د هيواد مشرتابه پوه شوى دى، په هره اندازه چې ملکي وګړي په ناحقه ووژل شي؛ د افغانستان نظام او دهغه متحدين دخلکو ترمنځ خپل باور له لاسه ورکوي او دغه راز وسله وال مخالفين د ناټو له ناسم عمل څخه په استفادې سره زيات د جګړمارانو په ټولولو لاس پورې کوي او د جګړې اور بل ساتي.
په همدې دليل و چې جمهور رييس هوايي بريدونه بندکړل او د هيواد امنيتي ځواکونو، ناټو او امريکا ته يې خبردارى ورکړ چې په ځمکنيو عملياتوکې د امکان ترپولې پورې دې دملکي وګړو د سر د زيان مخه ونيسي.
جمهور رييس دغه راز په دې باب په څرګند ډول ويلي دي چې په افغانستان کې د امريکا او د ناټو او په ټولنيزه توګه د نړيوالې ټولنې د ځواکونو شتون د روغتيا ، پوهنې او په نور برخو کې دپرمختګ سبب شوي دي .
له بده مرغه دغه شتون په افغانستان او سيمه کې د تروريزم پرخلاف اغيزمنه مبارزه نه درلوده او که په بل څرګند ډول ووايم، دغه شتون ترهغه ځايه چې له تروريزم پرخلاف په جګړې پورې مربوطه کيږي او په افغانستان او سيمې کې د امنيت په تامينولو پورې ارتباط نيسي، اغيزمنتوب نه درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته