سیاست

د بهرنیو چارو وزارت اصلاحي بسته جمهور ريیس محمداشرف غني ته وسپارل شوه

کابل/دمرغومي۱٧مه/باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني د بهرنیو چارو وزارت رهبري  سره د تېرو ناستو په دوام پرون له غرمې مخکې په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معين او سرپرست د یاد وزارت د جوړښت د تحول، د اقتصاد محوره بهرني سیاست، د قوانینو او کړنلارو او بهرمېشتو افغانانو ته د خدمتونود وړاندې کولو په اړه  په څلورو محورونوکې د یاد وزارت اصلاحي بسته چې له اړوندو ادارو او د ملي شورا د بین المللي اړیکوله کمېسیونو سره په سلامشوره کې جوړه شوې وه، جمهور ريیس ته وړاندې کړه.  
جمهور ريیس غني د بهرنیو چارو وزارت له رهبري څخه په مننې وویل: دغه بسته به په دقت ولولي او له لازمو اصلاحاتو او نهایي کولو وروسته به یې د تطبیق لپاره اقدامات وشي.
هغه زیاته کړه، د دغې اصلاحي بستې پر بنسټ باید د بهرنیو چاروپه وزارت کې د استخدام پروسه د رقابت او ټاکلو معیارونو پربنسټ ترسره شي.# پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته