خبرونهسیاست

د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزراء او مرستیالانو د پېژندګلوۍ غونډه جوړه شوه

کابل / د وږي ۱۸ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې ریاست د غونډو په تالار کې د اسلامي امارت د ریاست الوزراء او د هغه د مرستیالانو د پېژندګلوۍ غونډه جوړه شوه.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه دفتر مرستیال شیخ مولوي نورالحق انور د اسلامي امارت مسوولينو د بې تکلفۍ، کاري احساس، تعهداتو ته ژمنتيا او له هېواد والو سره د خواخوږۍ پر موضوعاتو خبرې وکړې.

شیخ انور د اسلامي امارت کابينې د ټاکلو د اهمیت، د کابينې د غړيو د اهلیت او د مشرتابه د لزوم ديد د ارزښت يادونه وکړه.

ورپسې د افغانستان د اسلامي امارت د محاکمو د عالي ادارې او د مذاکراتي ټیم مشر شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني د رییس الوزراء او مرستیالانو د معرفي کېدو په اړه وینا وکړه .

حقاني زياته کړه: حکومتي نظام د الهي احکامو د تنفيذ او خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو لاره او وسيله ده چې د اسلامي نظام او شرعي حاکمیت د لوړو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره باید له دې ارزښتمنې وسیلې سالمه استفاده وکړو.

هغه د رییس الوزراء حاجي ملا محمد حسن اخند او د هغه مرستیالان ملا عبدالغني برادر اخند او مولوي عبدالسلام حنفي د ژوند، مبارزې او سیاسي لیدلوري په اړه معلومات ورکړل.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته