
کابل، د وري۲۳مه، باختر
د غزني ځایي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت لپاره نوي ټاکل شوي والي حافظ محمد امین جان عمري دنده پیل کړه.
غزني د نوي والي د پېژندګلوي په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسي معین مولوي عبدالحق مخدوم وویل، چې په نظامونو کې تغییر او تبدیل یو اصل دی او د اسلامي امارت نظام په هېواد کې د خلکو او مجاهدینو د قربانیو په نتیجه کې لاس ته راغلی او ملاتړ یې پر ټولو لازم دی.
په یادو مراسمو کې د غزني پخواني والي مولوي محمد اسحاق آخندزاده له نوي والي حافظ محمد امین جان عمري څخه هیله وکړه، چې د دغه ولایت نېمګړې پراخیتایي پروژې په ځانګړې توګه د دغه ولایت د حوزوي روغتون ودانۍ او سردې بند رغنیزې چارې بشپړې کړي.
ورته مهال حافظ محمد امین جان عمري وویل، چې د دغه ولایت د مقام دروازه به د ټولو خلکو پر مخ خلاصه وي او په ګډه به د غزني له نورو سیمه ییزو ادارو سره د ولس خدمت وکړي.
د یادونې وړ ده چې د عالیقدر امیرالمومین حفظه الله د وروستي فرمان پر اساس د میدان وردګو مخکېنی والي حافظ محمد امین جان عمري د غزني د والي په توګه او د غزني مخکېنی والي مولوي محمد اسحاق آخندزاده د چارو ادارې د لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو د رئيس په توګه ګمارل شوي دي.
آریا،ص