امنیت

په هرات کې په يو پوځي کميسار دطالبانو ناکام بريد .

کابل باختر دثورلسمه :

 داسلام کلا پوځي کميسار له يو ناوړه قصد څخه روغ رمټ پاتې شو .

 داسلام کلا دپوځي کميسار سمونوال نثار احمد پيکار د سپرلۍ موټر نن ددوو بجو په شاوخوا کې داسلام کلا _ هرات  په لويه لاره کې په واټ کې په يو ايښودل شوي ماين وخوت خو دى له دغې پيښې څخه روغ رمټ پاتې شو .

 په دې پيښه کې پيکارته زيان نه دى رسيدلى خو دده يو ساتوونکي يوڅه  ټپي شوى دى .

 دغه پيښه دهرات ښار په پنځه اتيا کيلومتري  واټن دکهسان ولسوالۍ داحمد اباد په سيمه کې رامنځته شوې ده .

 ويل کيږي چې داسلام کلا پوځي کميسار  له خپل کار څخه دستنيدو په حال کې وچې دده سپرلۍ موټر په ماين وخوت .

 دهرات دپوليسو ويندوى  سمونوال عبدالروف احمدي ددغه خبر په تاييدولو سره باختراژانس ته وويل ،په دې پيښه کې پيکار ته زيان نه دى رسيدلى  خو عيني شاهدان وايي چې داسلام کلا له کميسار سره دوه تنه سرتيري يوځه ټپيان شوي دي .  په همدې حال کې ويل کيږي چې دهرات پوليسو ددغې قضيې په اړوند پراخ  تحقيقات پيل کړي دي .

 دتيرې اوونۍ دپنجشنبې په ورځ هم داسلام کلا بندر دپاسپورت آمر خپل کورته دراستنيدو په وخت کې په همدې سيمه کې دوسله والو  طالبانو له خوا ترور شو . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته