کابل، د وري ۱۴مه، باختر
د هېواد د ملي دفاع وزارت وايي چې د ٢٠٩ الفتح قول اردو له لوري د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې ۳۲ کیلومتره نوی سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه وزارت زیاته کړې چې یاد سړک د چمتال ولسوالۍ د ولسونو په غوښتنه د یوې میاشتې په موده کې جوړ شوی، چې تېره ورځ د ٢٠٩ الفتح قول د انجنیرۍ ټیم د مسوولینو له لوري رسماً پرانیستل شو.
سرچینې همدرانګه ویلي، چې دغه سړک ٣٢ کیلو متره اوږدوالی او ١٠ متره پلنوالی لري، چې د چمتال ولسوالۍ له مرکز څخه تر بارګا سیمې پورې غځېدلی دی.
دغه سړک چې د ملي اسلامي اردو له لوري جوړ شوی پر مټ یې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د تګ راتګ ګڼې آسانتیاوې رامنځته شوې دي.