سیاست

دجمهور رييس مرستيال دچين له سفير سره په کتنه کې : دچين هيواد کولاى شي دافغانستان په سياسي اقتصادي او فرهنګي مسئلو کې اغيزمن رول ولري .

کابل باختر دتلي شپږمه :
په کابل کې دچين دولسي جمهوريت سفير د عظمى صدارت په ماڼۍ  کې دافغانستان داسلامي  جمهوريت له دويم مرستيال  قانونپوه سرور دانش  سره دمخه ښې  په ترڅ کې له  ده سره دعلاقې وړ موضوعګانو په باره کې خبرې وکړې .
دجمهور رييس  مرستيال په دې کتنه کې له طالبانو وروسته په افغانستان کې دچين دمثبت رول له امله  دقدرداني   دڅرګندولو  په ترڅ کې  وويل دچين هيواد  کولاى شي  دافغانستان  په سياسي اقتصادي اوفرهنګي مسئلو کې مثبت اغيزمن رول ولري .
  ده زياته کړه لکه څنګه چې په تيرو وختونوکې دچين ولسي جمهوريت له افغانستان سره ښې اړيکې لرلې دي  په راتلوونکي کې هم  دافغانستان ددولت او خلکو هيله داده چې دافغانستان په قضيو کې  کارنده رول په غاړه واخلي .
قانونپوه سروردانش دغه راز وويل سره له دې چې تروريزم  اوبنسټپالنه دنړۍ دټولو هيوادونو ګډ دښمن دى خونن  افغانستان په يوازيتوب سره دهغه په وړاندې ولاړ دى او مبارزه کوي .
ده دتجارتي او اقتصادي  مسئلو په وده او پراختيا کې دسولې او امنيت دټينګښت  داهميت په بيانولو سره  ټينګار وکړ  .  زموږ هيله داده چې  دچين دولسي جمهوريت په ګډون دوست هيوادونه دسولې په بهيرکې  اغيزمن رول په غاړه واخلي او دطالبانو ملاتړي  هيوادونه دې سولې او خبرونه  وهڅوي .
دجمهور رييس مرستيال  دغه راز ددواړو هيوادونو ترمنځ  دفرهنګي اړيکو  دارزښت دبيانولو  په ترڅ کې وويل  فرهنګي او روزنيزې  مسئلې کيداي شي  دافغانستان او چين دعلاقې وړ ډيرې مهمې موضوعګانې وي چې هيله لرو په راتلوونکي  کې له پخوا زياتې پراختيا ومومي .
  ده زياته کړه  افغانستان ددې ليوال دى چې دباميانو پوهنتون اودچين دولسي جمهوريت ديوه پوهنتون ترمنځ روزنيزې او تحصيلي اړيکې ټينګې شي او له دې لارې  ددواړو هيوادونو دخلکو ترمنځ فرهنګي اړيکې او مناسبات پياوړې شي .
په دې کتنه کې  دچين سفير هم  په تيرو کلونو کې په کابل کې دچين دولسي جمهوريت له سفارت او پروګرامونوسره ددويم معاونيت  ددفتر دهراړخيز ملاتړ له امله دقدرداني  په ترڅ کې  څرګنده کړه  دچين هيواد جدي علاقمندي  لري چې د باميانو پوهنتون او دچين ديوه پوهنتون ترمنځ فرهنګي  او تحصيلي اړيکې ټينګې شي .
  ده ټينګار وکړ چې موږ به دغه موضوع په چين کې  له اړوندو مسوولينو  او دغه راز  په کابل کې دچين له راتلوونکې  سفير سره طرحه او تعقيب  کړو .
دچين سفير ددواړو هيوادونو ترمنځ  ددوستانه فرهنګي  اړيکو  دنمانځنې په دود دپښتو اصطلاعاتو يو ټوک فرهنګ  چې ديوه چينايي  څيړونکې  له خوا په چينايي  ژبه ژباړل   شوى دى او په نفيس ډول چاپ  شوى دى دجمهور رييس مرستيال ته او يوبل  ټوک دباميانو پوهنتون ته ورکړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته