خبرونهاقتصاد

د غزني – ګردېز سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

کابل، د مرغومي ۴مه، باختر

د ټولګټو وزارت د غزني- ګردېز سړک د بیارغونې د چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد سړک د بیارغونې چارې د غزني له ښار څخه پیل شوې او ټاکل شوې ده، چې د پکتیا ولایت تر مرکز ګردېز پورې د ۵۵ کیلو متره په اوږدوالي سره بېرته رغول کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د غزني – ګردېز سړک  ۳۴ کیلومتره د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په مربوطاتو کې تر دې دمه نه دی پوخ شوی او په پام کې ده، چې دغه برخه هم په اساسي ډول ورغول شي.

افغانمل

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا