سیاست

آزادې جرګې دمشرتابه ننګونې وڅيړلې

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٢:
دآزادې  جرګې په نامه  دبي بي سي راډيو  او دافغانستان دملي ر اډيو ټلويزيون  په ديارلسم ګډ پروګرام کې چې  تيره  شپه خپور شو درهبرۍ  د چلنجونو په باب خبرې وشوې .
دباختر آژانس   دخبرله مخې :  په دې پروګرام کې دسياسي چارو کارپوه  محمد حليم فدايي ، دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې  رييس عبدالخالق فراهي ، جهادي شخصيت محمد اکبري ، داسلامي نظامونو کارپوهه  او دافغاني سرې مياشتې دعالي ټولنې  رييسه فاتمه ګيلاني  او ليکوال اودسياسي چارو  کارپوه  محمداعظم رهنورد زرياب ګډون کړى وو، چې دخلکو پوښتنو ته  چې دهيواد له  ګوټ ګوټ څخه راټول شوي وو ، ځوابونه وړاندي کړي .
پوښتنه کوونکو يا ويندويانو په دې پروګرام کې دمشرتابه چلنجونه وڅيړل  او دښه مشر صفتونه يې دعلم اوپوهې ، برخمن والى ، دقانون تابع ، دعدالت تامينونکي او  دهيواد دملي ګټو مدافع  وبلل  .
په همدې ترتيب  ملت جوړونه او دولت جوړونه  ، له قومي  تعصباتو څخه ډډې کول  او دقومونو مشارکت يې هم  دښه مشر له خصلتونو څخه وبلل  او دغه راز په  تيرو لسو کلونو کې دنظام کمزورتياوې  او برياليتوبونه بيان کړل.
دکارپوهانو په باور هغه څه چې په دغه پروګرام کې ورباندې خبرې وشوې کيداى شي داسې نسخه وي چې  خلک په راتلوونکو انتخاباتو کې ورڅخه استفاده وکړي او هغه چاته  رايه   ورکړي  چې   وکولاى  شي بحران ځپلې بيړۍ  د مراد ساحل   ته ورسوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته