امنیت

د نشه يي توکو درې تنه قاچاق وړونکي د پروان د پوليسو له خوا ونيول شول

چاريکار باختر دتلې دمياشتې ١٦ :
د پروان پوليسو درې تنه د څلور څلويښتو کيلوګرامو نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند ونيول.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه درې تنه پرون کابل ته د څلورڅلويښتو کيلوګرامو چرسو د ليږدونې په وخت کې د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې د پوليسو له خوا د جبل السراج په ولسوالۍ کې ونيول شول.
خبرځاى وويل چې پيښه د پوليسو له خوا څيړل کيږي.
ديوبل خبرله مخې:
دوه تنه د يوه سړي د وژنې او د يو بل سړي د ټپي کولو په تور د پروان د پوليسو له خوا ونيول شول.
د پروان د پوليسو يوه مسوول وويل چې دغو دوو تنوڅه موده مخکې د چاريکارو- بګرام په لويه لاره کې په دوو تنو د چړو ګوزارونه وکړل چې يو تن يې ووژل شو.
ده وويل چې نيول شوي کسان د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مديريت ته سپارل شوي دي.
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته