امنیت

شپږ تنه وسله وال مخالفين په فارياب کې ووژل شول

ميمنه باختر د چنګاښ دمياشتې٦ نيټه :      
شپږ ويشت تنه وسله وال مخالفين پرون په فارياب ولايت کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمدحنيف رضايي باختر آژانس ته وويل:  دغه وسله وال مخالفين د دغه ولايت د شرين تګاب ولسوالۍ په څو کليوکې د جګړو او هوايي بريدونو په بهيرکې ووژل شول.
په وژل شويوکسانوکې د وسله والو مخالفينو څو تنه مشران هم شامل دي .
رضايي زياته کړه: په دې جګړه کې پنځه ويشت تنه نور مخالفين ټپيان شوي او د هغوى درې موټرسايکلونه، يو توغندى ويشتوونکى، يو کلاشينکوف په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.             
دغه  راز د وسله والو مخالفينوله  خوا  نهه  ځاى پرځاى شوي ماينونه د٢٠٩ شاهين قول اردو د ماين پاکولو د ټيم له خوا کشف او شنډکړاى شول.   
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته