فرهنګ

دژورناليستانو دمالي ملاتړ دصندوق درهبري هيئت ددندو ويش په دوستانه فضا کې ترسره شو .

کابل باختر د وږي شپږ ويشتمه :
دافغانستان د ژورناليستانو دمالي ملاتړ دصندوق غونډه  دصندوق دنويو غړو  په ګډون  دصندوق درييس  اصف وردګ په مشرۍ  دوږي دمياشتې په دوه ويشتمه نيټه دچارشنبې په ورځ جوړه شوه .
دباختراژانس دخبرله مخې ،  په دې غونډه کې  دنويو غړو او دمشرتابه هيئت دپخوانيو غړو مسووليتونه  په ازاده فضا کې  او درايو په اکثريت  دمشرتابه هيئت  دغړو له منل شوي  طرز العمل سره سم اصف وردګ  دصندوق درييس ، دصندوق ددارالانشا رييس  علي اصغر اکبر زاده او دصندوق مرستيالې او منشي ماري نبرد ائين او مکيه منير ، مالي مسوول دريو تنو هريو هيلې اعظم ، نجيبه مرام  ، مجددي قريشي ، دپلتنې  مسوولې رخشانه علوي ، حقوقي سلاکار  استاد ممتاز حيدري او حامد پويا  ، عبدالله مولانا او استاد حيدري وټاکل شول .
  دغوڼدې په پاى کې نويو غړو ددرې مياشتنې حق العضويت په ورکولو سره  دصندوق غړيتوب  ترلاسه کړ او دصندوق دچارو  دښه والي په لاره کې يې  دهراړخيزې هممکارى  ژمنه وکړه .  دغه راز حامد پويا  دژورناليستانو  دمالي ملاتړ دصندوق دوياند په توګه وټاکل شو. .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته