کابل / د وري ۲۲ مه / باختر
د سرپل ښاروالۍ مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې د چرګانو د خوسا غوښې د پلور مخه نیولې ده.
د باختر آژانس د خبر له مخې، د سانچارک ښاروالۍ د چرګ ۳۰۰ کیلو ګرامه خوسا غوښې د پلور مخه نیولې ده.
د ښاروالۍ مسوولین وايي چې د خرابو غوښو د پلور په مخنیوي سره په دغه ولایت کې خلک له بېلا بېلو ناروغیو ژغورل کېږي.
ع