خبرونهروغتیا

د غواګانو جلدي ناروغي(LSD) انسانانو او نورو څارويو ته د لېږدونې وړ نه ده

کابل، د زمري١٨ مه، باختر

کابل پوهنتون د غواګانو جلدي ناروغي(LSD) د پېښو د خپرېدو د مخنيوي په اړه نن په کابل پوهنتون کې علمي کنفرانس  جوړ کړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه ګډ کنفرانس د کابل پوهنتون د وترنرۍ علومو پوهنځي، د عامې روغتيا، د کرنې، اوبولګولو د وزارتونو او کابل ښاروالۍ په همکارۍ  جوړ شو.

په دې ګډ کنفرانس کې لومړى د کابل پوهنتون د وترنرۍ علومو د پوهنځي رئيس پوهاند ډاکتر سيد شېرشاه سادات د غواګانو جلدي ناروغۍ  LSDپه اړه  چې په دې وروستيو وختو کې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې خپره شوې خبرې وکړې.

نوموړي زياته کړه چې یاده ناروغۍ په هېواد کې د مالدارانو او خلکو ترمنځ  اندېښنې رامنځته کړي چې ګنې دغه ناروغۍ له څارويو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي چې په دې اړه بايد وويل شي چې دا ناروغۍ انسانانو او نورو څارويو ته  د لېږدونې وړ نه ده او آن  په دې ناروغۍ د اخته څاروي له شېدو او غوښې څخه استفاده انسانانو ته ستونزه نه جوړوي.

دغه راز په دې کنفرانس کې د وترنرۍ پوهنځي استاد پوهنوال ډاکتر اسدالله صمدي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت استازی ډاکتر ابراهيم فروتن، د عامې روغتيا وزارت استازی ډاکتر نصير احمد ستانکزی او د کابل ښاروالۍ استازی احمد ضيا خالد په وار سره  د دې ناروغۍ په اړه خبرې وکړې.

هغوی وويل چې د غواګانو دا ناروغي د حشراتو( مياشې او مچ) او له څاروي څخه  څاروي ته يوازې د غوا او مېښې تر منځ  خپرېږي او د واکسين په تطبيقولو تداوي کېږي،  تر اوسه پورې دغه واکسين هېواد ته نه دى وارد شوي.

هغوى دغه راز وويل چې د څارويو د روغتيا نړيوال سازمان افغانستان ته د دې واکسين د برابرولو په اړه د همکارۍ ژمنه کړې، خو هېواد ته د دې واکسين تر واردېدو پورې د دې ساري ناروغۍ د مخنيوي په خاطر لارې چارې شتون لري.

هغوى ټينګار وکړ چې د پسه او وزې د چيچک له واکسين څخه استفاده او دغه راز  له روغ څاروي څخه د ناروغ څاروي جلا کول او د خوراک له پلوه د څاروي تقويه کول کولاى شي د دې ناروغۍ  په مخنيوي کې مرسته وکړي.

دغه راز هغوی په هېواد کې د دې ناروغۍ د زياتې خپرېدو د مخنيوي په موخه د خپلو اړوند بنسټونو د هلو ځلو ډاډ ورکړ.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا