کابل باختر دوري اوومه :
دپاکستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس ممنون حسين ددغه هيواد ديوه جګپوړي هيئت په مشرۍ نن کابل ته راورسيد .
دکابل له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، دپاکستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس او ملکري هيئت ته يې چې دنوروز په نړيوال جشن کې دګډون لپاره کابل ته سفر کړي دي ، دجمهوري رياست لومړى مرستيال محمد يونس قانوني ، دبهرنيو چارو اودلوړو زده کړو وزيرانو ، کابل والي ، کابل ښاروال او په اسلام اباد کې دافغانستان داسلامي جمهوريت سفير جانان موسي زي هرکلي ووايه .
1 د یوې دقیقې څخه لږ