سیاست

جمهوررئیس غني: اصلاحات اختیاري نه، بلکې لازمي دي

کابل باختر دچنګاښ اتلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهارد نظارت او همغږۍ مشترک بورډ  (JCMB) په شلمه ناسته کې ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې ناسته کې چې په ارګ کې ترسره شوه، له افغانستان سره د مرستندويو هېوادونواو بین‌المللي سازمانونو استازو او همداراز د بېلابېلو هېوادونو یو شمېر سفیرانو په کې ګډون درلود. جمهوررئیس هغوی ته د ښه راغلاست او له افغانستان سره د مرستندويو هېوادونو د ژمنو او همدردۍ څخه په مننې وویل: د جوزا د لسمې نېټې خونړی برید یوازې د کابل پر سوله دوستو خلکو برید نه، بلکې په ټولو منل شویو اصولو، قواعدو، کنوانیسیونونو، تړونونو او د نړۍ د ډیپلوماسۍ پر کلتور برید وو.
جمهوررئیس دې ته په اشارې چې موږ د دې پېښې د زیانونو په رغاونه بوخت یوو، وویل: تېره اوونۍ مې د برید ځای ته نېږدې دوه ښوونځي وکتل.  هر لورته  د ویجاړۍ فزیکي نښې نښانې ښکارېدې، خو زده کوونکو ماته ډاډ راکړ چې وېرېدونکي خوبونه یې ختم شوي دي. کله مې چې پوښتنه وکړه څو تنه غواړي چې راتلونکي کې جمهوررئیسان شي، له نیمایي زیاتویې لاسونه پورته کړل.
جمهوررئیس غني زیاته کړه: ستاسو د همکارۍ ډول سره چې تاسو او  زموږ بین المللي همکارانو ښودلی دی، زموږ قوي هوډ پیاوړی شوی دی.
هغه د هېواد د امنیتي وضعیت د ښه والي په اړه د دولت د هڅو په باره کې وویل، د کابل له اوو زرو زیاتو اوسېدونکو سره زما مشورې د خلکو ژوره نهیلي او همداراز په امنیتي او انکشافي سکتو رکې د مهمو اصلاحاتو اجماع ښیي.
  جمهوررئیس د هغه حکومت لپاره چې د اساسي قانون اود عدالت ټینګښت په مطابقت د اکثره خلکو د حقونو غوښتنې تامین کړي وویل: فساد، ناسمه حکومتولي، معافیت او غبرګون راپارونکي سیاستونه هغه عوامل دي چې د خلکو دغو غوښتنو ته رسېدل له ستونزو سره مخامخ کوي
محمد اشرف غني وویل، اصلاحات اختیاري نه، بلکې لازمي دي. له جامع اصلاحاتو پرته به موږ د خلکو حوصله او د بین المللي شریکانو ملاتړ له لاسه ورکړو.
هغه په ټینګار وویل:  مانا لرونکي اصلاحات د یوفرد او یا یوې ادارې له خوا امکان نه لري، دغه اصلاحات باید پراخه او ملي وي. د اصلاحاتو لپاره تعهد باید له ټول دولت څخه منشا واخلي او باید په ټول دولت کې له سیاسي مشرانو نیولې تر پولیسو او ښوونکو پورې په ټولو کې ولیدل شي.
جمهوررئیس غني څلورکلن امنیتي پلان ته په اشارې وویل:  دغه پلان به موږ ډاډمن کړي، چې خپل امنیتي ځواکونه د هېواد په  لا ژمنو مدافعینو او پاک ګټور ځواک  بدل کړو.
جمهوررئیس په ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د اصلاحاتو بهیر په اړه هم معلومات ورکړل، وې ویل: د نوې رهبرۍ ملاتړ دې ته اړتیا لري، چې د منابعو د مدیریت مرکزي سیستم ملکي کړو. هغه زیاته کړه، په تېر له یو کال څخه په کم وخت کې سترې محکمې او لوی څارنوالۍ په دې برخه کې پام وړ پرمختګونه لرل.
جمهوررئیس په هېواد کې د پانګونې اسانتیا په برخه کې د حکومت اقداماتو ته په کتو وویل، موږ به د بهرنۍ پانګونې د ودې لپاره یو عالي بورډ جوړ کړو  چې د بین المللي پانګه والو د پیاوړتیا او همدراز په اداري قوانینو کې د اسانتیاو د رامنځته کېدو او د هغوی د ملکیت د حقوقود باثبات کېدو لامل شي.
محمد اشرف غني، اوبه په هېواد کې له مهمو منابعو څخه وبللې، وې ویل حکومت به د هېواد پر  اوبو د پانګونې او له هغو څخه د ګټه اخیستنې لپاره حقوقي بنسټ پراخه کړي. هغه زیاته کړه، د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي لپاره مو دمخه د بندونو جوړولو او خړوبولو په سیستم پانګونه کړې او د تخنیکي طرحو په بشپړېدو سره به موږ په دغه سکتور کې پانګونه چې د ودې او فقر د کمولو کیلي ده، چټکه کړو.

جمهوررئیس ملت یوه اخلاقي ټولنه وبلله، وې ویل چې ملت جوړونه د خبرو او ازادو بحثونو له لارې د یوبل زغملو احساس ته اړتیا لري. زموږ ټولنه چې کابو څلویښت کاله یې جګړه تجربه کړې دې ته اړتیا لري، په خپل غېږ کې د تېرو کلونو  د دردونو د اورېدو او د ټپونو د درک ظرفیت چې زموږ راتلونکي ته لوری ورکوي، په ځان کې وپالي.
جمهوررئیس غني، خپلواکې او رڼې ټاکنې د ځواب ویونکي دولت لپاره کلیدي میکانیزم وباله او څرګنده یې کړه،  د ټاکنو خپلواک کمېسیون مکلف دی چې پارلماني ټاکنې په راتلونکي کال کې ترسره کړي. هغه ټینګار وکړ چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شفافو، ټول‎شموله، بې پرې او باصلاحیته ټاکنو د ترسره کېدو  لپاره زما او د ملي یووالي حکومت بشپړ ملاتړ له ځانه سره لري. هغه وویل چې د ۲۰۱۹ ميلادي کال د جمهوري ریاست ټاکنو لپاره دې هم ژر چمتووالی پیل شي.
جمهور رئیس د سولې په اړه وویل، دملي یووالي حکومت له جوړېدو راهیسې سولې ته ژمن دی. موږ په هېواد کې د سولې د تامین لپاره خپل ژوند او سیاسي پانګه وقف کړې ده؛ خو هغه لاس چې موږ د سولې لپاره غځولی،  نه دی نيول شوی. هغه زیاته کړه، دولت له دولت سره د اړیکو په برخه کې زموږ غوښتنه د پاکستان د بې طرفۍ تضمین دی چې تر اوسه نه ده درک شوې.
جمهوررئیس غني په ټینګار وویل، موږ په هېواد کې د سولې راوستو ته ژمن یوو؛ خو بین المللي ټولنه هم باید دا درک کړي چې د دې ټولو ورانیو په وړاندې زموږ د خلکو صبر او زغم نور په ختمېدو دی.
هغه زیاته کړه: بین المللي ټولنه دا باید روښانه کړي هغه مهال چې ټول منلي نورمونه نقض کېږي، سفارتونه او ډیپلوماتان په قصدي ډول په نښه کېږي، چوپتیا یې ځواب نشي کېدای.
د هېواد جمهوررئیس د خپلې وینا په پای کې وویل: طالبان باید په دې پوه شي چې وخت د هغوی په ګټه نه دی، هغوی دې یا سوله ومني او یا دې هم دېته چمتو واوسي چې د بین المللي ټولنې له لوري د تروريستي ډلو په لېست کې شامل شي.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د نننۍ ناستې د اجنډا په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل، وې ویل: د بروکسل له غونډې وروسته دلته سره راټول شوي یوو چې په دې غونډه کې د نظارت او انسجام مشترک بورډ او د افغانستان اسلامي جمهوریت او مرستندويو هېوادونو ترمنځ د افغانستان د راتلونکي لپاره خپلې ګډې ژمنې تازه کړو.

هغه زیاته کړه: د بروکسل په کنفرانس کې مو خپل پلان وړاندې کړ چې د نوي افغانستان لپاره خپل لیدلوری په واقعیت بدل کړو.
اکلیل حکیمي څرګنده کړه: نن غواړم روښانه کړم کوم پرمختګونه چې د بروکسل په کنفرانس کې د شویو ژمنو په برخه کې شوي او د افغانستان د خودکفایۍ په برخه کې کوم کارونه شوي دي.
هغه په دې غونډه کې د تمویلوونکو هېوادنو فعال ګډون او دغه راز له افغانستان سره د دغو هېوادونو دوامداره ملاتړ او هغه ژمنې چې تل یې د افغانستان د پر ځان بساینې  په برخه کې له افغانستان سره کړي، وستایلې.
وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتودسازمان ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو خبرې وکړې وې ویل، موږ باید په دې غونډه کې په دوو مسلو تمرکز وکړو، لومړی د دې موضوع ارزول چې موږ په کوم پړاو  کې یوو او دويم دا چې کوم کارونه تر دې مهاله ترسره شوي دي.
هغه زیاته کړه: اووه میاشتې مخکې د بروکسل کنفرانس،  د انکشاف او اصلاحاتو لپاره یوه نوې اجنډا رامنځته کړه او هغه څه چې په نننۍ غونډه کې ګډونوالو ته توضیح کېږي دا د هغه ښه تصویر دي چې د بروکسل کنفرانس نه وروسته تر سره شوي دي.
ښاغلي یاماماتو زیاته کړه: سره له دې چې جدي ستونزي شتون لري، د افغانستان حکومت وکولای شول چې مهم، پېچلي او ننګونکي اصلاحات رامنځته کړي.
د هغه په وینا، خلک باید په ترسره شويو کارونو او په دې پوه شي چې د ټولو ننګونو او ستونزو په وړاندې پرمختګونه امکان لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته