خبرونهاقتصادټولنه

د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د برېښنا رسولو یوه پروژه بشپړه شوه

کابل، د مرغومې ۱۹مه، باختر
د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ په تنګي بازار په سیمه کې د څه باندې ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د برېښنا رسولو د یوې پروژې چارې بشپړې شوې دي.
د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې؛ پر دغو پروژو باندې ۸۶۱ زره او ۵۲ افغانۍ لګښت راغلی چې په کې ۱۸ نویو پایو نصبول او اړوند محلقات شامل دي.
مسوولین وايي چې د دغه پروژو په بشپړېدو سره برېښنا ته د خلکو لاسرسی زیات او د دوی په عوایدو کې به زیاتوالی راشي.
د یادونې وړ ده چې نن هم د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲ میلیونو افغانیو په لګښت د ۳ رغنیزو پروژو چارې هم شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته