خبرونهاقتصاد

د غوري برېښنا د دریم توربین د ترمیمولو کار پیل شو

کابل، د زمري ۹ مه، باختر
د غوري برېښنا د دریم توربین د اساسي ترمیمولو کار د غوري برېښنا شرکت له خوا نن پیل شو.
دغه توربین چې له پنځو کلونو را په دې خوا د تخنیکي عوارضو له امله له فعالیت څخه پاتې و اوس په اساسي ډول ترمیمېږي.
د غوري برېښنا شرکت رییس ملا سردارولي حمزه باخترآژانس ته وویل، دغه توربین چې د دغه شرکت د فني کارکوونکو له خوا ترمیمېږي د درې میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. او د غوري برېښنا شرکتټ له خوا د یومیلیونو درې سوه زرو افغانیو په لګښت په څلورو میاشتو کې ترمیمېږي.
هغه زیاته کړه ، د دریم نمبر توربین په فعالېدو سره به په بغلان کې درېزره نورې کورنۍ هم له۲۴ ساعته برېښنا څخه برخمنې شي.
ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا