سیاست

دسترې محکمې دعالي شورا په غونډه کې دبېلابېلو موضوعګانو په باب خبرې وشوې .

کابل باختر د ثور ٢٥: دسترې محکمې عالي شورا نن دسترې محکمې درييس قانونپوه سيد يوسف حليم په مشرۍ غونډه وکړه او په اجندا کې نيول شوي موضوعګانې وڅيړلې شوې . دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبرورکړ. شورا لومړى په جلال اباد ښار کې دوروستي ځانمرګي پيښې په نسبت چې دروژې د مبارکې مياشتې په درشل کې زموږ ديوشمير هېوادوالو د شهادت او ټپي کيدو سبب شوه دژور خواشينۍ او ډاډ ګيرنې مراتب څرګند کړل او ددغه غير انساني او د اسلامي ارزښتونو پرخلاف عمل دغندنې په ترڅ کې يې دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه دپيښې شهيدانو ته دفردوس جنت او ټپيانو ته دبشپړې روغتيا اودشهيدانو کورنيو اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله وکړه . وروسته دتيرکال په بهير کې دسترې محکمې دتدقيق او مطالعاتو دلوى رياست دفعاليت رپوټ وڅيړل شو. دوړاندې شوي رپوټ له مخې، دغه رياست دتيرکال په بهير کې ټولټال ٣٩٥ جزايي ، مدني او سوداګريزو استهداګانو او په تفسيري وثيقو او استهداګانو تدقيق کړى دى او خپلې نظريې يې دغور په مقصد دسترې محکمې دعالي شورا غونډو ته وړاندې کړي دي . دغه راز دتدقيق او مطالعاتو دلوى رياست مسلکي غړو په بېلابېلو تقنيني غونډو کې دسترې محکمې استازيتوب تمثيل کړى دى او دجزا دکود او دنورو قوانينو دتدوين په وخت کې يې دسترې محکمې دنظريو په انتظام او توحيد کې دجمهوري رياست او دنورو متقاضي مراجعو ته لارښوونو ته په پاملرنې سره مهم رول لوبولى دى . په همدې ترتيب دتدقيق اومطالعاتو لوى رياست دقضايه قوې دعمل له پروګرام سره سم په قوانينو مقررو اولايحو په بيا کتنې دقضايه قوې دقضايي او اداري چارو په سمون پورې داړوندو کړنلارو د تسويد ، دسترې محکمې په اداري او قضايي چارو کې داسانتياوو دبرابرولو په مقصد په ځينو نافذه قوانينوکې ايزاد او تعديل په برخه کې دپيشنهادي طرحو دبرابرولو ، دقضايي کادر ددرجو په لوړولو پورې داړوندو مسئلو دڅيړنې او دقضايي پريکړو او قراررونو دتحليل اوڅيړنې په برخه کې دقانوني واکونو په چوکات کې مطلوب اقدامات کړي دي . وروسته دقضايي سرغړونو په لاره کې دتدقيقي نظريو او د ځينو پلټوونکو رپوټونو په باب خبرې وشوې او ددغو رپوټونو په پام کې نيولو اودسرغړونو تشخيص ته په پاملرنې سره دغور ، بدخشان اوبادغيس دولايتونو داستيناف دمحکمو پنځو تنو اوسنيو او پخوانيو قاضيانو ته دقضايي سرغړونودڅيړنې دڅرنګوالي له مقررې سره سم لازمې تاديبي جزاګانې تجويز شوې . وروسته له اجندا سره سم دنويو ټاکل شويو قضايي منسوبينو دمعاشونو دزياتوالي له فيصدي څخه دماليې دوضع کولو دڅرنګوالي په برخه کې لارښوونه وشوه چې په دې برخه کې دې دملکي خدمتونو دکارکوونکو دقانون له حکمونوسره سم او نافذو مالي مقرراتو او کړنلارو ته په پاملرنې سره لازم اجراات وشي . دغه راز دسترې محکمې دعالي شورا ددارالانشا رياست د پيشنهاد په وړاندې په جزايي ،مدني او سوداګريزو موضوعګانو کې دصلاحيت دتنازع په قضيو دمقدماتي غور په مقصد لارښوونه وشوه چې دقاضيانو په ګډون دکاري کميټې په موظف کولو سره دې لازم اقدام وشي . په همدې ترتيب دغونډې په دوام ددعوا دلورو په شتون دمدني بياکتنې ددريو غوښتن ليکونو په باب غور وشو اوله دې جملې څخه دوه غوښتن ليکونه دمدني محاکماتو داصولو دقانون د ٤٨٢ مادې دحکم له اټکل شويو شرايطو سره دهغو دسمون له امله تاييد او دوروستيو پريکړو په لغو کولو حکم صادر او قضيې دبيا محاکماتي دوران تابع شوې . سربيره پردې دمحکمې دبدلون د ٢٤ غوښتن ليکونواو دقضايي کادر ددرجو دوړانديز څيړنه اودغه راز دنظر وړ ولايتونو داستيناف محکمو ته د ٧٤متراکمو جزايي قضيو د څيړنې دواک ورکول هم داجندا يوه برخه ده چې په هر مورد کې لازم تصميمونه ونيول شول . ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته