سیاست

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د کارکوونکو پر موټر د تروریستي برید په اړه د جمهوري رياست مطبوعاتي اعلامیه

کابل/  د چنګاښ ۷/ باختر

تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام، نن سهار د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د کارکوونکو  پر لېږدونکي موټر د مقناطیسي ماین په چاودنه کې د یاد کمېسیون دوه تنه کارکوونکي شهیدان کړل.

جمهوررئیس غني د دې تروریستي برید د غندلو پر مهال وویل: د ملکي خدمتونو پر کارکوونکو په ځانګړي ډول د عدلي او قضایي بنسټونو پر کارکوونکو او هغوی چې د بشري حقونو د ارزښتونو د تامین په برخه کې فعالیت کوي، برید د بشري او اسلامي ارزښتونو ضد جنایت دی چې په هېڅ دین او قانون کې توجیه نه لري. 

جمهوررئیس د وروستي تاوتریخوالي دوام سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف وباله او د دې تروریستي پېښې د هر اړخیزې ارزونې لپاره یې اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپل تسلیت او غمشریکۍ مراتب وړاندې کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته