امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

کابل باختر دوري لسمه
په غزني ولايت کې دازادۍ په نامه دافغان امنيتي ځواکونو دعملياتو په دوام دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه وسله وال طالبان نن سهار ددغه ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې دملي اردو له ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول .
د ٢٠٣ تندر قول اردو ددريمې لوا ويندوى جګړه محمد حکيم باختراژانس ته وويل چې په دغو پوځي عملياتو کې شپږ تنه وسله وال مخالفين نيول شوي دي .
دازادۍ په نامه پوځي عمليات يوه اوونۍ مخکې دامنيتي ځواکونوله خوا دغزني ولايت په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو پر ځينو پټنځايونو پيل  شوي دي او دپخوا په شان دوام لري .
  جګړن محمد حکيم زياته کړه چې په دغو عملياتو کې دوسله  والو طالبانو يوه  اندازه جنګي وسايل هم دافغان پوځيانو لاس ته ورغلي دي
دغزني ولايت سيمه ئيز مقامات وايي چې دغه عمليات به دوسله  والو طالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه دغزني ولايت ترپاکولو پورې دوام ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته