امنیت

په ننګرهار کې له لسګونو تنو افرادو سره يې د وسله والو طالبانو د ډلې ديوه قوماندان وژل کېدل

کابل باختر د وږي نهمه : د وسله والو طالبانو د ډلې يو جګپوړى قوماندان له لسو تنو افرادو سره يې په ننګرهار ولايت کې دملي امنيت دځانګړو ځواکونو په ناڅاپي بريد کې ووژل شو او يوولس تنه نور ډار اچوونکي ونيول شول . په ملا رفيع الله تېره شپه دننګرهار ولايت دخوږياڼيو په ولسواليو کې په خپل کور کې بريد وشو . د رارسيدلو خبرونو له مخې ، ملا رفيع الله له خپلو افرادو سره يې ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت و چې د ملي امنيت دځانګړو ځواکونو له خوا پرې بريد وشو . د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې؛ په دې بريد کې ملا رفيع الله له لسو تنو افرادو سره يې ووژل شو او يوولس تنه نور ډار اچوونکي ونيول شول . ده وويل چې په دې بريد کې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته