(PS)خبرونه(PS)ټولنه

د غور د کار او ټولنیزو چارو ریاست دارالایتام بېرته فعال شو

کابل، د وږي ۵مه، باختر

د غور د کار او ټولنیزو چارو ریاست دارالایتام نن د دغه ولایت د ځايي چارواکو په شتون کې رسما بیا فعالیت پیل کړ.

د غور والي ملا احمد شاه د یاد دارالایتام د بیا فعالېدو په مراسمو کې وویل چې د څلورو لسیزو جګړو له کبله په افغانستان کې د یتیمانو شمېر لوړ شوی او اړتیا ده، چې دغو یتمانو ته د رسېدنې په موخه کوټلي ګامونه واخیستل شي.

نوموړي د غور له سوداګرو، خیریه بنسټونو او اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه، چې د یتمانو د ملاتړ په برخه کې له ولایتي ادارې سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د غور ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئيس مولوي نصرالله انصاري وویل چې یاد دارالایتام له ۲ کلونو وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت او (اې سي اف) موسسې په مرسته د ښوونې، لیليې، خوړنځي او تفریحي پارک په ګډون له ټولو امکاناتو سره بېرته فعال شو.

نوموړي زیاته کړه، چې دمګړۍ ۱۰۰ هلکان او ۵۰ نجونې په دغه دارالایتام کې جذب شوي او هڅې روانې دي، څو په راتلونکي کال کې دغه شمېره ۵۰۰ تنو ته لوړه کړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا