
کابل، زمري ۴ مه، باختر
د غور سیمه ییز مسوولین په دغه ولایت کې د غور – هرات عمومي دویم لاین سړک د رغولو خبر ورکوي.
د غور د والي ویاند شیخ عبدالودود حماس د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د غور – هرات عمومي دویم لاین سړک د رغولو چارې د ۳۵۰ کیلو مترو په اوږوالي د پښتون کوټ ولسوالۍ د زمان آباد له کلي څخه پیل شوې.
حماس همدارنګه وویل چې د یاد سړک په رغولو سره به په یاده برخه کې د غور او هرات د خلکو ستونزې حل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم د غور – هرات د عمومي لاین سړک د رغولو چارې د خلکو او سوداګرو په شخصي لګښت د هرات د شهرک ولسوالۍ د دره تخت له کلي څخه پیل شوې وې او اوس هم دوام لري.
ع.ا