امنیت

د کورنيو چارو وزير د شهيد ګلم باف له کورنۍ سره وکتل

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٩

د کورنيو چارو وزير د فارياب ولايت د غورماچ ولسوالۍ د پخواني امنيه قوماندان شهيد عبدالمجيد ګلم باف له کورنۍ سره وکتل.

د کورنيو چار وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:

د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي شهيد عبدالمجيد ګلم باف د دغه هېواد يو ميړنى بچى وباله چې خپل سر يې هېواد ته دخدمت په لاره کې قرباني کړ، خو دښمن ته يې سر ټيټ نه کړ.

د شهيدعبدالمجيدګلم باف کورنۍ، د کورنيو چارو وزارت د مشرتابه هيئت له پاملرنې او غمشريکۍ له امله مننه وکړه او د يو شهيد د کورنۍ د وارث په توګه يې اعلام کړ چې د هغه آرمانونه چې خلکو ته خدمت او په هېوادکې د ثبات اعاده کول دي؛ تعقيبوي .

عبدالمجيدګلم باف څه موده مخکې د خپلو يوشمېر سنګروالو په ګډون په غورماچ ولسوالۍ کې د تروريستو طالبانو په بريدکې شهيد شو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته