امنیت

دهغو کسانو بچيانو ته چې دسولې له بهير سره يوځاى شوي دي ښوونځى جوړ شو .

کا بل باختر د ليندي لسمه :
دهغو کسانو بچيان چې دجوزجان ولايت دخواجه دوکو ولسوالۍ په اسلام کلي کې دسولې له بهير سره يوځاى شوي دي ښوونځى جوړ شو .
دجوزجان په ولايت کې دسولې دمشورتي کميټې يوه مسوول محمد خسرو  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه ښوونځى دامتياز په توګه دهغو کسانو لپاره چې دسولې له بهيرسره يوځاى شوي دي دسولې دعالي شورا دکوچنيو مرستو دپروګرام له مالي بودجې څخه دڅه دپاسه ١٨٠ زرو امريکايي ډالرو په لګښت په يوه پوړ په پاخه ډول  جوړ شوى دى .
يوه اړونده خبرځاى  وويل چې ددغه ښوونځى ودانۍ  اته درسي او دوه اداري خونې ، کتابتون او نور ضروري ملحقات لري ، 
دجوزجان ولايت دپوهنې  رياست دمسوولينو  دڅرګندونو له  مخې ددغه ولايت  په کچه څه دپاسه ٤٠٠  ښوونځي شته چې ١٩٢ ښوونځي ودانۍ لري او نور يې ودانۍ نه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته