ټولنه

په ننګرهارکې د داعش له ګواښونو سره سره د يوه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو کار بيا پيل شو

کابل/ د سلواغې ١٢مه/ باختر
د داعش ډلې له ګواښونو سره سره په ننګرهارکې د يوه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو کار بيا پيل شو .
د داعش ډلې په کوټ ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي په نيمه کاره ودانۍ کې د يو بم په  ايښودلو سره غوښتل د ودانۍ د جوړولو مخه ونيسي، خو په خبرونو کې ويل شوي دي چې د دغې ودانۍ د جوړولو کار له څو مياشتو ځنډ وروسته بيا پيل شو.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، د داعش ډلې دغه نيمه کاره ودانۍ په بم سره ويجاړه کړه چې په پايله کې يو کارګر ووژل شو او درې نوريې ټپيان شول.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په خپل فيسبوک پاڼه کې وليکل: سيمه ييزو مسوولينو د کوټ د خلکو په ملاتړ د دغې ودانۍ د جوړولو کار پيل کړى دى.
هغه د داعش ډلې د ناپوهۍ پر وړاندې د کوټ د خلکو ميړانه وستايله.
ټاکل شوې ده دغه ودانۍ تر راتلوونکو شپږو مياشتو پورې پرانيستل شي.
د ننګرهار د پوهنې مسوولين وايي چې د دغې ودانۍ په جوړېدو سره څه دپاسه ١٥٠٠ نجونې او هلکان د زده کړې مناسبه فضا ته لاسرسى پيدا کوي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته