سیاست

حامدکرزی: هر هغه کار چې زموږ د چاپیریال د خرابۍ باعث کیږي، بایده دي چې هغه ونه کړو

کابل_باخترد زمري دمياشتې ٣:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په خپله راډیویي وینا کې وویل: هر هغه کار چې زموږ د چاپیریال د خرابۍ باعث کیږي، باید چې هغه ونه کړو.
ده، وویل زموږ په هېوادکې یو له هغو عواملو څخه چې په طبیعت کې د موجودو حیواناتو، مرغانو او نورو ژوندیو موجوداتو د نسل پر څرنګوالي یې اثر کړی دی، هغه د غرنیو او صحرایي حیواناتو او مرغانو بې رویې ښکار دی.
حامدکرزي څرګنده کړه چې څوکاله دمخه مو د ښکار د بندیدو په باب فرمان صادرکړ، خو اوس هم زموږ ځینې هېوادوال یو شمېر صحرایي او غرني مرغان او حیوانات، لکه : هوسۍ، غرڅان، ځینې ښایسته مرغان، ښکاري مرغان او نور دې ته ورته حیوانات او پرنده ګان ژوندي نیسي او په کورنوکې یې ساتي او یا یې په بازارونوکې خرڅوي.
ده وویل دغسې چې ښکار په طبیعت کې د موجودو حیواناتو او مرغانو نسل له تباهۍ سره مخامخوي د دغو حیواناتو او پرنده ګانو ژوندي نیول هم په طبیعت کې د حیواناتو او پرنده ګانو د نسلونو د کمېدو خطر راپیښوي او کیدای شي چې ځینې نسلونه یې بالکل ورک شي. په لوی لاس د دغو نسلونو ورکول ستره خطا او ګناه هم ده.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه: په طبیعت کې د موجودو حیواناتو، مرغانو او حتی خزنده وو د یو ډول د نسل تباهي او یا کمېدل، زموږ د چاپیریال پر توازن ناوړه اثر پریباسي، دا ځکه چې په طبیعت کې موجود حیوانات، پرنده ګان او نور ژوندي موجودات، چاپیریال په طبیعي ډول له بې موازنه ګۍ ساتي، توازون یې برابروي او له خرابۍ یې ژغوري.
ده، وویل که د دغو طبیعي موجوداتو ډولونه او نسلونه لږ شي او یا ورک شي، د طبیعت توازن ته زیان رسیږي او د چاپیریال حالت ورسره ګډوډیږي.
حامدکرزي وویل: نن ورځ په نړۍ کې د چاپیریال ساتنې موضوع ډیره مهمه  او حیاتي ده، ځکه د انسان ژوند ورسره تړلی دی. هر هغه کار چې زموږ د چاپیریال د خرابۍ باعث کیږي، باید چې هغه ونه کړو.د طبیعت له ټولو موجوداتو څخه بې رویې استفاده د چاپیریال د خرابۍ مهم عوامل دي. د غرنیو او صحرایي حیواناتو، مرغانو او نورو ژوندیو موجوداتو ښکار او ژوندي نیول هم په دغو عواملو کې راځي.
د هېواد جمهوررئیس له ټولو هېوادوالو څخه وغوښتل چې له طبیعي موجوداتو څخه بې رویې او ناوړه استفاده ونه کړي، ځنګلونه و نه وهي، د حیواناتو، مرغانو او د نورو طبیعي موجوداتو له ښکار او ژوندي نیولو څخه ځان وساتي، ترڅو مو د ژوند چاپیریال له آفاتو ژغورلی او سالم پاتې شي او ورسره زموږ د وطن هوا پاکه او اوبه مو ډیرې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته