امنیت

پولیس: د یوکورپه دروازه کې ځای پرځای شوی بم شنډ شو

١٦- کابل / د سلواغی ۲۰ / باختر
پولیسو تېره شپه یولاسي بم چې د کابل ښار په ۱۷ ناحیه کې د استوګنې د کورپه دروازه کې ځای پرځای شوی و کشف او شنډ کړ.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د باخترآژانس خبریال ته وویل: پولیسو یولاسي بم چې تروریستانو د کابل ښارد ۱۷ ناحیې د ذاکرینوپه کوڅه کې د استوګنې کورپه يودروازه کې ځای پرځای کړى و له چاودنې مخکې کشف او شنډ کړل.
دا په داسې حال کې دی چې په وروستیومیاشتوکې په کابل کې د مقناطسي ماینونوچاودنې او هدفمندو ترورونه زیات شوي دي او په دغو پېښوکې یوشمېرکسان وژل شوي دي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته