امنیت

پنځه تنه ماشومان ديوې سرګلولې دچاودنې له امله ټپيان شول.

-کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٣٠
په غور ولايت کې ديوې سرګلولې دچاودنې له امله تيره شپه ديوې کورنۍ پنځه تنه ماشومان ټپيان شول.
دغور دوالي وياند عبدالحى خطيبي باختر آژانس ته وويل :دغه پيښه دساغر ولسوالۍ په مربوطاتو کې داستوګنې په يو کور کې هغه وخت رامنځته شوه چې ددغى کورنۍ غړو دغه سرګلوله چې دغره له لمنۍ څخه يې راوړى و ، په بخارې کې دکورد تودولو په مقصد واچوله.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: ددغې سرګلولې دچاودنې له امله ددغى کورنۍ پنځه تنه ماشومان ټپيان شول او دساغر ولسوالۍ کلينيک ته وليږدول شول چې د دريو تنو ماشومانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى او دهرات روغتون ليږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته