سیاست

جمهور رئیس: نور دې نړیوال ځواکونه د افغانانو کورونو ته نه داخلیږي

٦٤ – کابل باختر دلنيدى ٢٣ مه

د ملي امنیت د شورا په غونډه کې د پکتیا په ولایت کې د نړیوالو ځواکونو له خوا د وړمې شپې د خپل سرو عملیاتو په اړه چې ددغه ولایت د نشه یي توکو پر خلاف دمبارزې د رئیس ډاکټر حفیظ الله په کور ترسره شوي دي او له امله یې یوه ښځه شهیده او څلور تنه نور ټپیان شوي دي، خبرې وشوې او دغه عملیات په کلکه وغندل شول.

دغه غونډه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ نن په ارګ کې جوړه شوه، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان الن له جمهور رئیس څخه، د پکتیا په ولایت کې د وروستۍ پېښې له امله بخښنه وغوښته او د خپلې خواخوږۍ مراتب یې د افغانستان حکومت او خلکو ته وړاندې کړل.

جمهور رئیس د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په مخنیوي باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې د افغانستان د دولت او نړیوالو ځواکونو له خوا د افغانانو پر کورونو باندې د شپې له خوا د عملیاتو په اړه جدي ستونزې وجود لري او په دې اړه په تېره دودیزه لویه جرګه کې هم ددغو عملیاتو په سملاسي  بندېدو ټینګار شوی دی.

حامد کرزي له جان الن څخه غوښتنه وکړه چې نور دې نړیوال ځواکونه د افغانستان د خلکو کورونو ته د عملیاتو په موخه نه داخلیږي.

د غونډې په بله برخه کې د امنیتي مسؤولیتونو د لېږد د کمیسیون رئیس ډاکټر اشرف غني احمدزي د سرپُل، سمنګان، بدخشان، تخار او کندوز په ولایتونو کې د امنیتي مسؤولیتونو د لېږد په اړه خپل کاري رپوټ د غونډې برخه والو ته وړاندې کړ.

احمدزي زیاته کړه چې په تخار، بغلان او کندوز ولایتونو کې د سیمې خلک له محلي پولیسو سره ګڼې ستونزې لري او په کار ده چې ددغو ستونزو د حل لپاره اړین اقدامات تر سره شي.

جمهور رئیس د کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې د محلي پولیسو په اړه بشپړ رپوټ راتلونکې امنیتي غونډه ته وړاندې کړي.

د ملي امنیت د شورا په غونډه کې، ستر وزیر هدایت امین ارسلا، د ملي دفاع، مالیې، بهرنیو چارو او د نشه یي توکو پر خلاف د مبارزې وزیرانو، د ملي امنیت او سیمه اییزو ارګانونو د ادارو رئیسانو، د امنیتي مسؤولیتو د لېږد د کمیسیون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزی او د کورنیو چارو د وزارت امنیتي معین ګډون کړی ؤ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته