امنیت

په جوزجان کې دداعشيانو او طالبانو ترمنځ دنښتو دوام

کابل باختر د لړم پنځمه :
په داسې حال کې چې  په جوزجان ولايت کې دطالبانو او داعشيانو ترمنځ مرګانۍ نښتې خپلې څلورمې  ورځې ته رسيدلې دي ، رارسيدلي  خبرونه ددغو جګړو له امله له خپلوکورونو اوټاټوبو څخه دسلګونو کورنيو دبې ځايه کيدو څرګندوى دي .
دغه جګړې  دقوشتيپې  ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شوې دي .
دشبرغان له ښار څخه دباختراژانس دخبريال  دخبرله مخې   دغو نښتو په سلګونو کورنۍ له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه وتلو ته اړې کړي دي .
جګړې ځپلو او بې ځايه  شويو کورنيو  ګاونډيو ولسواليو او دشبرغان ښار مربوطاتو او دښوونځيو او جوماتونو په ګډون عمومي او مقدسه  اماکنو ته پناه وړې ده او  خوړو ، جامو ، درملو اواستوګنځيو ته سخته اړتيا لري .
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان فقير محمد جوزجاني  دباختراژانس  خبريال ته وويل چې دطالبانو او داعشيانو په دغو  جګړو کې  تراوسه پورې  کابو سلو تنو ډار اچوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
ده وويل چې ډار اچوونکو په قوشتيپې  کې دملکي وګړو کورونو ته هم اور اچولى دى اوڅو تنه ملکي  وګړي يې هم په خپل منځي نښتو کې په ډزو سره وژلي دي .
له بلې خوا هم ملي او نړيوال مرستندوى بنسټونه  د قوشتيپې  دجګړو له امله له بې ځايه شويوکورنيو  سره دمرستې  لپاره دهڅو دپيل خبره کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته