ورزش

د افغانستان په کرکټ بورډ کې ستونزې چا او څنګه حل کړې؟

-کابل/دمرغومې۹مه/باختر
د افغانستان د کرکټ بورډ اداره د هېوادوالو هغه ملي کور دی چې د ټولو هېلې او خوښۍ ورپورې تړل شوې دي.
دغې ادارې د هېوادوالو په زړونو کې هیلې راټوکولي او افغانستان یې د نړۍ خلکو ته د وړتیاوو او اتلانو د کور په نامه ورپېژندلی دی.
خو په خورا حساسو شېبو کې ځینې ناسمې پرېکړې لامل شوې چې د افغانانو پر مخ خوره مسکا ترې واخلي.
خو د کرکټ بورډ نوې رهبري ډاډ ورکوي چې د افغانانو د خوښیو او په ملي لوبډله کې د مثبت بدلون لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک له باختر اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د دغې ادارې اوسني مشر فرهان یوسفزي د دغو ستونزو د تشخیص او اواري لپاره چټک ګامونه پورته کړي دي.
که څه هم  لا نیوکې کېږي چې ګنې کرکټ بورډ د سیاست او دسیسو ښکار شوی، چې یادې چارې د کرکټ انځور سخت زیانمن کړی، خو د کرکټ بورډ مسوولین وايي چې دغه ملي اداره به یو ځل بیا د افغانستان لپاره د ویاړونو کور وګرځي او د هېوادوالو مړې شوې هیلې به راژوندۍ کړي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي چې د یوه بریالي او وړ روزونکي نیول، د لوبډلمشر په توګه د اصغر افغان یو ځل بیا ټاکل، په غوراوي کمېټه کې بدلونونه، د کورني او نړیوال کرکټ لپاره د پلانونو جوړول، د لوبغاړو پر پياوړتیا، فټنس او وړتیاوو کار کول، د ادارې او ټولو څانګو لپاره د قوانینو او پالېسیو رامنځته کول، نوي کال ته له مالي اړخه د بودجې له کسر پرته تګ، اداري اصلاحات، رغنیزې او بنسټیزې چارې ترسره کول او پر فساد د ککړو کسانو له دندې ګوښه کول هغه څه دي چې کرکټ بورډ ته د نوي مشر په راتګ سره په کې بدلونونه راغلي دي.
فرید هوتک زیاتوي چې د فرهان یوسفزي تر مشرۍ لاندې ځینې داسې پرېکړې وشوې چې له امله یې د کرکټ په ډګر کې د افغانستان نوم بېرته په ځلېدو شوی دی.
هوتک وايي چې د کرکټ بورډ د مشرتابه په نوښت د ګلبدین نایب او اصغر افغان ترمنځ  رامنځته شوې ستونزه هم اواره شوې او دواړه به د هېواد د بریا لپاره یوځای لوبې کوي.
ویاند وړاندې وايي چې د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي په ډېر ښه مدیریت سره دواړه لوري کېنول، یو ځل بیا یې په لوبډله کې د ورورولۍ فضا رامنځته کړه او ټولو ته یې د ملي مرام ذهنیت ورکړ چې هغه یوازې د افغانستان لپاره لوبه کول او ویاړونه راوړل دي.
هوتک وايي چې د ۲۰۲۰ کال د شل اوریزو لوبو د نړیوال جام لپاره هم پوره چمتووالی نیول شوی، چې د افغانستان درې رنګه بیرغ یو ځل بیا په بریا سره ورپول شي.
هغه وايي دا چې په ۲۰۲۰ کال کې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام مهمې سیالۍ ترسره کېږي، نو باید د ملي لوبډلې په مشرۍ کې داسې یو لوبډلمشر وي چې د لوبو ګټلو او لوبډلې د مدیریت ښه تجربه ولري.
هوتک زیاتوي چې اصغر افغان د افغانستان لپاره ډېرې لوبې ګټلې وې او په نړیواله کچه د هغو لوبډلمشرانو په ډله کې راځي چې د خپلې لوبډلې لپاره یې زیاتې لوبې ګټلې وې، نو ځکه بیا هم د کرکټ بورډ رهبرۍ غوره وګڼله چې لوبډلمشر شي.
که څه هم د ګوتو په شمار هېوادوال د اصغر افغان په بیا ځل لوبډلمشر کېدو خوښ نه دي، خو ډېری نورو یې بیا تود هرکلی کړی او دا یې د کرکټ بورډ پر ځای او غوره ټاکنه بللې ده.
یو تن د کرکټ مینوال او لوبغاړی فرید الله تنها هم ورته څرګندونې کوي او زیاتوي چې اصغر افغان د ملي لوبډلې لپاره د بخت کیلي ده، ځکه خو یې په خپلې تجربې او بخت سره په ډېرو لوبو کې بریاوې خپلې کړې دي.
په خواله رسنیو کې ډېری خلک لیکي چې ګواکې د کرکټ ملي لوبډلې ته د وړتیا نه بلکې د اړیکو او خپلوۍ په مټ نوي لوبغاړي جذب کېږي.
خو د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک دغه اوازې په کلکه ردوي او زیاتوي چې ملي لوبډلې ته د معیار او وړتیا پر اساس لوبغاړي جذب کېږي، نه د اړیکو او خپلوۍ پر بنسټ.
د کرکټ بورډ ویاند زیاتوي چې د دغې ادارې ښه مدیریت دی چې افغان لوبډلې د نړۍ د دولسو غوره لوبډلو په کتار کې ځای نیولی او د کرکټ د نړیوالۍ شورا بشپړ غړیتوب لري.
هوتک وايي چې د لوبغاړو یو او واحد غږ، د افغانستان د بریا مرام، د لوبغاړو ترمنځ پوره همغږي، اداري اصلاحات، په ټولو چارو کې روڼتیا او شفافیت، د کرکټ لوبې لپاره د غوره او معیاري لوبغالي جوړول، له مالي اړخه د ادارې بشپړ ثبات، کرکټ له سیاسته لرې ساتل، کار اهل کار ته سپارل او ژور مثبت بدلونونه د ادارې د مشرتابه هغه سترې موخې دي چې په پام کې یې لري او د ادارې د ثبات لپاره به یې په تړاو کوټلي او کلک ګامونه پورته کوي.
هوتک له هېوادوالو غواړي چې د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره یو موټي شي او د کرکټ د ودې لپاره له ملي لوبډلې او د کرکټ بورډ د ادارې ملاتړ وکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته