خبرونهUncategorizedفرهنګ

د کاپي رايټ د ملاتړ بورډ غونډه وکړه

کابل /د زمړي ٦مه / باختر

د کاپي رايټ د ملاتړ بورډ غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معين او د دغه بورډ د رييس شيواى شرق په مشرۍ جوړه شوه.

د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې د بورډ غړو د افغانستان د جغرافيايي قاموس د ليکوال شکايت چې هغه دغه قاموس خپل شخصي ملکيت بولي او دغه راز د ارواښاد احمد ظاهر د وارثانو شکايت چې  دغه بورډ ته رسيدلى و، وڅېړه .

د بورډ غړو د اروا ښاد احمد ظاهر د وارثانو د شکايت په اړه پرېکړه وکړه چې دغه موضوع حقوقي اړخ لري او بايد حقوقي مراجعو ته وسپارل شي او دغه راز د افغانستان د جغرافيايي قاموس په اړه یې څرګنده کړه  چې د علومو اکاډمۍ د معلوماتو له مخې؛ مدعي شخص د علومو اکاډمۍ کارکوونکى دى او د افغانستان د جغرافيايي قاموس د ليکلو موضوع د علومواکاډمۍ په رسمي ډول هغه ته سپارلې وه او پر همدې بنسټ قاموس د افغانستان د علومو په اکاډمۍ پورې مربوط  دى.

دغه راز په غونډه کې شيواى شرق ټينګار وکړ چې د بورډ غړي دې د بهرنيو صوتي او تصويري اثارو د طرزالعمل د بشپړولو په خاطر خپلې نظريې د بورډ په راتلونکې غونډه کې وړاندې کړي.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته