امنیت

دنورستان په پرونيو چاودونو کې پنځوتنو مرګ ژوبله

کابل- باختر دلړم ديارلسم
په نورستان ولايت کې د دوو پرله پسې چاودنوله امله د دريو پوځيانو په ګډون پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغه پيښه پرون مازيګر دکامديش ولسوالۍ په باغى چه سيمه کې رامنځته شوه. لومړى چاودنه دملکى وګړو دتيريدو په وخت کې وشوه او ديو تن ملکى وګړى دوژل کيدو او ديو تن بل دټپي کيدو سبب شوه.
دويم پيښه ټيک هغه وخت وشوه چې سرحدى پوليس روغتون ته دملکى وګړو په ليږدونې بوخت وو.
دنورستان امنيه قوماندان غلام الله نورستانى باختر آژانس ته وويل چې په دغو چاودنو کې يو پوليس او يوملکى وګړى ووژل شول او دوه تنه پوليسان او يوبل ملکى وګړى ټپيان شول.
ده طالبان ددغو پيښو مسوول وبلل.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته