روغتیا

تبصره

کابل – باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
دهيواد په ښارونو په تيره بيا په کابل کې دژوندانه دچاپيريال ککړتيا دهيوادوالو دجدي انديښنې سببونه برابر کړي دي او دنړۍ دروغتيايي سازمان خبرځايونه وايي چې په کال کې څه دپاسه درې زره تنه په پايتخت کابل کې دسا لنډي او دنورو نارغيو له امله چې دهوا دککړتيا زيږنده دي ، وژل کيږي.
دباختر آژانس مبصر ليکلي: په کابل کې دهوا سختې ککړتيا ددغه پنځه ميلوني ښار داوسيدونکو روغتيا او ژوندانه ته جدي خطر متوجه کړى دى دهوا دککړتيا خطر او له دې امله دمړينې پيښې ،په دغه هيواد کې دجګړې له امله دسردزيان په پرتله دوه برابره دى.
په ٢٠١٢ کال کې په افغانستان کې دجګړو له امله دملکي وګړو دسردزيان شمير يو زرو څلورسوه تنو ته ورسيد.
په داسې حال کې چې په هيواد کې دهوا دککړتيا له امله دمړينې شمير څه دپاسه دريو زرو ته رسيږي .
داسې يو شمير عوامل شته چې کابل يې له خاورو او دوړو ډګ په يو ښار بدل کړى دى او اړونده ادارې ددغې ستونزې دلرې کولو وس نه لري دهيواد په پايتخت کې دهوا دککړتيا ډيره ستره منبع له بې کيفيته تيلو او له دود لرونکو وسايطو څخه استفاده، دخښتو په داشونو او حمامونو کې دبې کيفيته موادو(ربړو او پلاستيکو) کارول او دژمي په ورځو کې له اندازې زيات له محروقاتي موادو (سکرو او لرګيو)څخه استفاده بلل کيږي.
دغه راز په کابل کې دشنو ساحو نشتوالى،په دغه ښارکې دوګړو دشمير زياتوالي ،دښارغيرمعيارىپراختيا،دزرګونوخټينوکورونواو دخاصو واټونو شتون،دواټونو لپاره ديومنظم کاناليزاسيون نه شتون ،دخلکو له خوا دچاپيريال دروغتيا ساتنې نه رعايتول او دښاروالۍ په ګډون له دولتي مرکزونو سره دهيوادوالو نه همکاري ددې سبب شوې ده چې خاورې او دوړې او دفاضله موادو بڅرکې په هوا کې خپاره شي او په عملي توګه دهيواد والوژوندوګواښوي.
په کابل کې دروغتونونو خبرځايونه وايي چې په هيواد کې دسالنډي ،دزړه د دريدو او سرطاني ناروغۍ په بې سارې ډول زياتوالي موندلى دى..
همدا اوس په کابل کې دهوا دککړتيا کچه څه دپاسه شل مايکو ګرامه دى چې دګاونډيو هيوادونو په پايتختونو کې لوړه کچه لري او په دې ترتيب کابل دستندرد له کچې څخه څو برابره لوړ ککړدى په کابل کې په ورځ کې دوه زره متره مکعب کثافات توليديږي په داسې حال کې چې مسوول مرکزونه له ښار څخه بهرته د زر متره مکعب کثافاتو دليږدونې توان لري او دوچو شويو کثافاتو راټوليدل د pm2/10 په نامه کوچني بڅرکي توليدوي چې دحساسيتونو ،دسالنډي سرطاني او دجلدي ناروغيتو سبب شوى دى .
دټولنيزو چارو کارپوهان خبردارى ورکوي که چيرې دغې ستونزې ته جدي پاملرنه ونه شي ،دغه ستونزه په جدي بحران بدليږي او هغه کچه چې يادونه يې وشوه ، کيداى شي .څو برابره شي ضروري ده چې دهوا له ککړتيا سره دمبارزې په برخه کې زياته پانګو نه وشي او دغه ستونزه پاى ته ورسول شي او افغانانو ته يوه روغه ټولنه وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته