امنیت

به لجه منګل ولسوالۍ کې د ۲۳ تنو طالبانو وژل کېدل

ګردیز باختر د زمري ۱۵ مه
د پکتیا ولایت په لجې منګل ولسوالۍ کې ۲۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې وړمه  شپه وسله والو طالبانو په لجې منګل ولسوالۍ ډله یېز بریدونه وکړل چې سیمې ته د کومکي سرتېرو په رسېدو سره مخالفان په شاه وتمبول شول.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې په  دې نښته کې څلور تنه افغان سرتېري هم شهیدان شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې وسله وال طالبان د جګړې له سیمې څخه تښتېدلي او وضعیت عادي حالت ته ګرځېدلی دی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته