
کابل، د مرغومي ۱۱مه، باختر
د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ د مالګې کان داوطلبي ترسره شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ د مالګې کان داوطلبي چې مخکې اعلان ته سپارل شوې وه، د دغه وزارت د سرپرست وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د دغه وزارت د معیناتو او ټاکلي پلاوي په شتون کې په شفاف ډول ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې آیوډین سلطان، آینده روشن، نوین بلخ، رحمان شاهي او سنائي زاده د مالګې شرکتونه، د یو کال لپاره د في ټن په دوه زره ۸۲۰ افغانیو سره ګټونکي اعلان شول.
د کانونو او پټرولیم وزارت تر دې وړاندې، د ننګرهار او میدان وردګو د نفرایټ ډبرو کانونو ګټونکي شرکتونه اعلان کړي وو.
وهاج