امنیت

يوسلوپنځه اتيا تنه بنديان خوشي شول .

کابل باختر دثور  اته ويشتمه :
  دلوى څارنوالۍ دادارې ويانددقندهار ولايت له جيل څخه د ١٨٥ تنو بنديانو دازادۍ خبر ورکړ .
دلوى څارنوالۍ دادارې وياند بصير عزيزي چې په دې باب يې دباختراژانس له خبريال سره خبرې کولې وويل چې دغه بنديان د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دهغه فرمان له مخې چې په هيواد داسلامي انقلاب دبرياليتوب  ددوه ويشتمې کاليزې په مناسبت  صادر شوى و  له جيل څخه ازاد کړى شوي دي .
دده دڅرګندونو له مخې په ټول هيواد کې دلوى څارنوالۍ او دهغې دهمکارو ادارو له خوا دبنديانو ددوسيو دڅيړنې بهير روان دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته