خبرونهټولنه

د فاریاب شیرین تګاب، دولت آباد او اندخوی ولسوالیو اوسېدونکو له اسلامي امارت خپل ملاتړ اعلام کړ

کابل، د زمري ۲۳ مه، باختر
د فارياب والي قاري حفيظ الله پهلوان د دغه ولايت اندخوى، دولت آباد او شيرين تګاب ولسواليو ته د خپل سفر په ترڅ کې د يادو ولسواليو له يو شمېر اوسېدونکو سره وکتل.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ د فارياب والي د دغه ولايت شيرين تګاب، دولت آباد او اندخوى ولسواليو ته د خپل سفر موخه له مسوولينو، مجاهدينو، علماوو، سپین ږیرو او ځوانانو سره کتنه وبلله او ويې ويل چې د خلکو، مجاهدينو، ځوانانواو دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو هڅې روانې دي او مجاهدین دې د اسلامي شریعت سره سم سمبال وي.
په دې کتنه کې د یادې ولسوالۍ مسؤلینو، مجاهدینو او خلکو د فاریاب والي ته د دولتي ادارو د مسؤلینو، مجاهدینو او خلکو د یووالي، پیوستون او همغږۍ په اړه ډاډ ورکړ او له اسلامي امارت څخه یې خپل ملاتړ اعلام کړ.
ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا