سیاست

دډاکتر عبدالله عبدالله پيغام

کابل باختر د ثور نولسمه :
دقلم ورځې اودکتاب  لوستلو داوونۍ په اړه دافغانستان داجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پيغام .
  زه دقلم ورځې  او دکتاب  اوونۍ درارسيدو په خاطر تاسې  ټولو  حاضرينواو د افغانستان خلکو  ته مبارکي وايم او دعاکوم  چې راتلونکې  مو دقلم او کتاب په مثبته  ګټه اخستنه سره وټاکل شي .
غواړم دلته داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت   او نورو ټولو هغو ادارو  او اشخاصو چې ددې غونډې او نوښت په کولو کې مخکښ  وو دزړه  له تله مننه وکړم  زه هيله لرم چې  دغه ډول پروګرامونه او غونډې نورې هم جوړې او پسې  ډيرې شي .
خوشحاله يم وايم چې له قلم او کتاب څخه ګټې اخستنې زموږ دټولنې په پوهې ، پرمختګ او بصيرت کې خورا مرسته کړې اوموږ يې يوه سم مسير ته سوق کړي يو .
  قلم او کتاب دعامه فهم په  ښه والي دتيارو او ناخوالوپه کمښت اومخنيوي او ښه والي  راتلونکي  ته دلاسرسي  لپاره تر ټولو قوي وسيلې دي .
قلم او کتاب دپيړيو په اوږدو کې دانساني ژوند دمتمدن کيدا په برخه کې تر نورو ټولو وسايلو اساسي رول لوبولي او بشريې دپرمختګ اوسني منزل ته رسولي دى .
دنړى هغه ملتونه چې قلم او کتاب يې تر نورو ډير کارولي توانيدلي چې په ډيرو مواردو کې دلوبو افتونو پر وړاندې  کلک  ودريږي اوستونزې په فرصتونو بدلې کړي .
زموږ  ټولنه هم لکه دنورې نړى په تجربو  کې چې يې ګورو هغه وخت پرمختللي او متمدنه وه چې پګښې دکتاب اوقلم ارزښت ډير  او ورڅخه ګټه  اخستنه خوراعامه وه .
دکتابونو ليکنه او دهغوى مطالعه دملتونو فرهنګونو ژبو ، ټولنواو دودونو دپايښت او غښلتيا  سره مرسته کوي او هغه ملتونه او ژبې دتل لپاره ژوندي اودکاروړ پاته کيږي   چې ليکونکي اولوستونکي پکښې  ډير وي .
په افغانستان کې هم تر جګړو او ناخوالو مخکې  له کتاب اوقلم سره مينه بې ساري  وه خو کډاواليو ، جنګ ،  بې وزلي او ناخوالو دنورو فرهنګونوپه څير زموږ دکتاب لوستنې  فرهنګ ته هم تاوان ورساوه  . زموږ په هېواد کې له قلم او کتاب څخه ګټه اخستنه دجنګ اوبدو ورځو تر څنګ د انترنتي وسايلو او تکنالوژۍ پرمختګ هم څه ناڅه پيکه کړي او دکتاب مينه وال  ليکوال  او خپروونکي يې دکتاب او مطالعې دراتلونکې په اړه  په تشويش کې اچولى دى .
سره له دې چې  وروستي پنځلس کلونه دنسبي امنيت او ارامي  له امله دکتاب اوقلم دودې لپاره مساعد و اوپه دې برخه کې څه ناڅه کارونه هم وشو   خو لا هم زموږ دټولنې اړتيا ته په کتو سره ډير نور او بنسټيز کارته اړتيا ده .
  موږ تر دې اړيو چې دکتاب دمطالعې فرهنګ يو وار بيا په خپله ټولنه کې باب کړو ،زه د حکومت په استازيتوب ټولو اړوندو ادارو ته په دې برخه کې پوره ډاډ ورکوم موږ ژمن يو چې دکتاب اوقلم څخه دګټې اخستنې فرهنګ  پياوړي کړو.
زه دهېواد له نومياليو ليکوالو ښاغلو پوهانو څخه ددوى دفعاليتونو اولاسته راوړنو له خاطره مننه کوم خو ورڅخه غوښتنه کوم چې تر دې وروسته هم په قلم او کتاب سره زموږ هېواد ژبې ، فرهنګ ، دودونو او تاريخ ته خدمت وکړي .
زه په پاى کې يوځل بيا ددې پروګرام له ټولو مسوولينواو متنظمينو مننه کوم او د هغې ورځې په هيله داپيغام پاى ته رسوم چې په افغانستان کې قلم او کتاب نه  يوازې  دهر کور ميلمانه بلکې دايمي استوګن او استفاده يې  عامه شي .
په افغانستان کې دقلم دودې اوسولې دراتګ په هيله .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته