روغتیا

په ايبکوکې ولادي او نسايي روغتون جوړيږي

ايبک  باختر دتلې دمياشتې ١٦ :
د پنځوسو ولادي او نسايي بسترونو په ظرفيت د يوه روغتون د جوړولو کار نن  د سمنګانو په ولايت کې پيل شو.
دغه روغتون د عامې روغتيا وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د څه دپاسه  ٥٩ ميليونوافغانيو په لګښت په پاخه او اساسي ډول په دريو پوړونوکې د ايبکو په ښارکې جوړيږي.
د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو معين فدامحمد پيکان د دغه روغتون د بنسټ د ډبرې د ايښودلو په مراسموکې وويل: ټاکل شوې  ده د دغه روغتون د جوړولو کار په اتلسو مياشتوکې بشپړ او ګتې اخيستنې ته وسپارل شي.
د سمنګانو ولايت د عامې روغتيا رئيس د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه روغتون د دغه رياست په انګړکې د زر مربع متره ځمکې په ساحه کې جوړيږي او ټولې اړتياوې او ضرورتونه په معياري ډول په پام کې نيول شوي دي.
ويل کيږي چې همدا اوس په سمنګانوکې يو شل بستريز ولادي نسايي روغتون فعاليت کوي چې د ناروغانو اړتياوو ته ځواب نشي ويلى او د ښځو د ستونزو د لرې کولو لپاره دغه روغتون جوړيږي.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته