اسلام اباد باختر د چنګاښ درې ويشتمه :
دپاکستان دصدراعظم سلاکار سرتاج عزيز په يو مطبوعاتي کنفرانس کې اعلام وکړ چې داعش لاتراوسه پورې په پاکستان کې په جدي ستونزې نه دى بدل شوى که څه هم دپاکستان په ځينو سيمو کې دداعش يوشمير پوسترونه تر سترګو شوي دي خو داکومه جدي ستونزه نه ده .
په بهرنيو او دملي امنيت په چارو کې دپاکستان دصدراعظم سلاکار وويل. بايد په راتلوونکو اوونيو او مياشتو کې دغه مسئلې ته زياتې پاملرنه وکړ و ځکه له منځني ختيځ څخه دآسيا دجنوب سيمې ته دداعش دفعاليت دپراختيا موضوع بايد په ډير دقت سره تعقيب شي
2 د یوې دقیقې څخه لږ