خبرونهاقتصاد

د فراه ابو نصر فراهي بندر د لومړي ځل لپاره په ترانزیټي بندر بدل شو

 کابل، د غبرګولي ۱۰مه، باختر

په فراه کې د ځمکني ټرانسپورټ ادارې چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ابو نصر فراهي بندر د لومړي ځل لپاره په ترانزیټي بندر بدل شو.

د یاد ولایت ځايي چارواکي وايي چې اوس د هیواد ټول سوداګر کولای شي، چې خپل سوداګریز مالونه د همدې بندر له لارې افغانستان ته وارد کړي او له همدې ځای څخه یې نورو بهرنیو هېوادونو ته ولېږدوي.

د فراه ولایت د ځمکنې ترانسپورټ رئیس مولوي حکمت الله  سبحاني آغا باختر آژانس ته وویل، چې د افغانستان اسلامی امارت ژمن دی، چې د هیواد ټولو سوداګرو ته آسانتیاوې برابرې کړي.

هغه زیاته کړه، چې د ابو نصر فراهي بندر په یوې ترانزیټي لارې بدل شوی، چې له همدې لارې به ګڼ شمېر سوداګر په مستقیم ډول له ایران څخه هېواد ته خوراکي او غیر خوراکي توکي وارد کړي.

د یادونې وړ ده، چې پرون د فراه د ګمرک، کمیسارۍ او ځمکني ترانسپورټ د مسوولینو په شتون کې د دغه ولایت د ملي سوداګرو لومړنی ترانزیټي کاروان د شیخ ابونصر فراهي سوداګریز بندر له لارې هېواد ته راورسېد.

ن/ر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا