سیاست

صديق افغان خپل اعتصاب پاى ته ورساوه

کابل باختر دمرغومي څليرويشتمه :
فيلسوف او د نړۍ د فلسفي رياضي د مرکز بنسټ ايښودونکى صديق افغان خپل اعتصاب پاى ته ورساوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې: صديق افغان نږدې څلويښت ورځې مخکې د افغانستان په وړاندې د امريکا د کړو وړو پرخلاف د اعتراض په توګه په اعتصاب لاس پورې کړ.
دى  په دې  باور دى چې امريکا په افغانستان کې  ماتې خوړلې ده او له دغه هيواد څخه د وتلو په لټه کې ده.
ده له امريکا څخه دجنګي غرامت غوښتنه کړې ده.
په هغې موده کې چې فيلسوف صديق افغان په اعتصاب کې شپې سبا کولې؛ يو شمېر دولتي چارواکو او د ملي شورا د دواړومجلسونو ځينو غړو او ګڼ شمېرکابل ښاريانوله ده سره وکتل او د ده د دريځ ملاتړ يې وکړ.
فيلسوف صديق افغان د پوهنې او د لوړو زده کړو د وزيرانو او د يوشمېرنورو جګپوړو دولتي مقاماتو په منځګړيتوب د فيلسوف افغان د غوښتنو د عملي کولو په باب د دوى په ژمنې سره خپل اعتصاب پاى ته ورساوه.
د لوړو زده کړو وزير پوهاندعبيدالله عبيد او د پوهنې وزير فاروق وردګ  له صديق  افغان سره په هغې خيمه کې چې ده دکابل ښار په يو مرکزي څلور لارې کې جوړه کړې وه؛ وکتل او دى يې په دې متقاعدکړ چې خپل اعتصاب پاى ته ورسوي.
د فيلسوف صديق افغان له خوا د ملک اضغر په څلور لارې کې د خيمې د رول د ګڼ شمېر هيوادوالو او په کابل کې د ميشتو بهرنيو اتباعو پاملرنه ځان ته جلب کړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته