قلات باختر د وږي د میاشتې ۲۶ مه
د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ اړوند د کاريزګي په سيمه کې د ۳۰۳ او فيلډر موټر د ټکر له امله درې تنه ووژل شول او يو تن ټپي شو.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د پېښې په تائیدولو سره باختر اژانس ته وویل چې دغه پېښه د ۳۰۳ موټر چلوونکي د زيات ګړنديتوب له امله رامنځته شوې ده.
د سيال په وينا د ۳۰۳ موټر چلوونکی د پېښې له ځایه تښتېدلی،خو پوليسو يې د نيولو په موخه پلټنې پيل کړي دي.پای/وصال