سیاست

دبهرنيو چارو وزارت ويندوى: د امنيتي همکاريو د سند د لاسليک کولو لپاره په غير رسمي خبروکې ښه پرمختګونه شوي دي.

کابل_  باختر دزمري شلمه :
دبهرنيو چارووزارت ويندوى جانان موسي زي نن په يو خبري کنفرانس کې وويل چې له امريکا سره د امنيتي همکاريو د تړون د لاسليک کولو په باره کې په غير رسمي خبرو کې ښه پرمختګونه شوي دي .
  دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: د بهرنيو چارو وزارت ويندوى وويل چې د امنيتي همکاريو د موافقه ليک د لاسليک کولو په خاطر مخکې له دې چې د افغانستان له لوري وځنډولى شي؛ درې ځلې رسمي خبرې ترسره شوې دي. خو په دې باب غير رسمي خبرو هماغه  شان دوام درلود .
د ده دڅرګندونوله مخې: په دې اړوند ښه پرمختګونه شوي دي .
ده څرګنده کړه چې په دې پرمختګ کې دموافقه ليک په باب دمسودې دګډمتن برابرول شامل دى.
ده يوځل بيا ټينګار وکړ: هغه څه چې د افغانستان لپاره د زيات ارزښت  وړ دي؛ دموافقه ليک محتوا او د افغانستان د امنيت ، سولې، ثبات او د دولتي مرکزونو د پرمختيا او په هيواد کې دامنيتي ځواکونو او د دموکراسى د پياوړتيا په وړاندې ضمانتونه دي .
ده وويل: د افغانستان دولت له امريکا سره د امنيتي موافقه ليک د لاسليک علاقمند دى. خو دغه موافقه ليک بايد يو داسې سند وي چې د دواړو هيوادونوګټې تامين کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته