(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

د فراه د احصائیې او مالوماتو ریاست څه باندې ۱۳ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي

کابل، د وږي لومړۍ، باختر

د فراه د احصائیې او مالوماتو ریاست د څلورو میاشتو په موده کې د برېښنایي او کاغذي پېژندپاڼو د وېش له درکه  ۱۳ میلیونه ۷۶۹ زره ۴۰۰ افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

د یاد ولایت د احصائیې او مالوماتو رئیس قاري عبدالکریم  یوسف د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په دغه ولایت کې ۱۶ زره ۷۸۷ کسانو ته برېښنایي او ۱۴ زره ۳۸۰ کسانو ته کاغذي پېژندپاڼې وېشل شوې دي، چې له درکه یې ۱۳ میلیونه ۷۶۹ زره ۴۰۰ افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه ولایت د احصائیې او مالوماتو ریاست په ۱۴۰۱ کال کې ۲۰ میلیونه ۱۷۶ زره ۷۰۰ افغانۍ عواید ترلاسه کړي وو.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا