(PS)خبرونه(PS)ټولنه

د فراه د امر بالمعروف رياست تېر کال ۷۳ بدۍ له منځه وړي او د دواړو خواوو ترمنځ يې روغه کړې

کابل، د وري ۱۶مه، باختر

د فراه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست مسوولین وايي، چې تېر کال یې ۲۱۷ خپلمنځي شخړو او قتلونو له ډلې ۷۳ بدۍ له منځه وړي او د دواړو خواوو ترمنځ يې روغه کړې.

د دغه ولایت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس مولوي عبدالمجید صمیم له باختر آژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د فراه د مرکز په ګډون په ۱۱ ولسوالیو کې د معروفاتو په برخه کې د پام وړ بدلون راغلی او د تېرو شلو کلونو د ناوړو دودونو پر وړاندې مو خپله سپېڅلې مبارزه ګړندۍ ساتلې او پر ځای مو دیني او اسلامي ارشادونو او دودونو ته وده ورکړې ده.

صمیم زیاته کړه، چې په ټولنه کې د ځینو خپلمنځي شخړو او بدیو له کبله یاد ریاست ته ۲۱۷بېلابېل غوښتنلیکونه او موضوعګانې، ولسي وګړو او نورو ادارو له لوري راغلي وو، چې له ډلې یې د ولایت مقام تر رهبرۍ لاندې د قتلونو او جینایي جرمونو ۷۳ بېلا بېلې لویې قضیې حل او ښکېل اړخونه یې د سولې او ورورولۍ پر ټغر سره راټول کړي دي.

نوموړي وویل، چې اوسمهال هم د دغه ولایت خلک دې ته لېواله دي، چې ترمنځ یې بدۍ په ورورولۍ بدلې شي.

صمیم همدارنګه زیاته کړه، چې په ګڼو ریاستونو کې یې د شکایتونو د اورېدو په موخه صندوقونه ځای پر ځای کړي او هوډ لرو، چې دا لړۍ ولسوالیو ته هم وغځوو.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا